نن شنبه د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند او د هغه د مرستیالانو په ګډون لوړ پوړو طالبانو په ارګ کې د لوی اختر لمونځ کړی. دا په داسې حال کې ده چې د مکې او بیت المقدس په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو کې د جمعې په ورځ اختر پیل شوی.
د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۷مه) د طالبانو مشر بیا په کندهار کې زرګونه خلکو ته د لوی اختر د لمانځه امامت کړی دی.