د مرسي کورپس په نوم یوه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د کابل شاوخوا اووه میلیونه اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت او بحران سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې په کابل کې نیمايي ژورې څاګانې وچې شوي او ښايي تر ۲۰۳۰م کال پورې کابل کې اوبه وچې شي.
دغې نادولتي ادارې په خپل راپور کې ویلي،، د تېرو لسو کلونو په موده کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ۳۰ متره ټېټه شوې ده. د یاد سازمان په راپور کې په کابل ښار کې چټکه پراختیا او د اقلیم بدلون د دغه بحران دوه اساسي عوامل ګڼل شوي دي.
پر همدغه مهال کارپوهان هم خبرداری ورکوي، چې که په کابل کې د اوبو د کمښت بحران همداسې دوام وکړي، ښايي دغه ښار د نړۍ لومړۍ داسې معاصر ښار شي، چې د اوبو له بشپړ کمښت سره مخ شي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مهال په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د استخراج کچه کلني ۴۴ میلیونه مکعب مترو ته رسېږي، خو دا اندازه د اوبو له طبیعي تجدید سره برابره نه ده.
په راپور کې ویل شوي، که دا بهیر دوام پیدا کړي، ښايي د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو ټولې سرچینې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې وچې شي او دا به د کابل ښار د اووه میلیونه نفوس لپاره یو جدي ګواښ وي.
د افغانستان لپاره د مرسي کورپس مشر ډین کري ویلي: «باید د دې بحران د ثبت او مستندسازۍ لپاره جدي هڅې وشي او نړیوال پام دې مهمې او بیړنۍ اړتیا ته راوګرځول شي.»
نوموړي زیاته کړه:« که اوبه نه وي، خلک به اړشي، چې خپلې تولنې پریږدي. نو که نړیواله ټولنه د افغانستان د اوبو اړتیاوې له پامه وغورځوي، دا به یوازې د لا زیاتې کډوالۍ او د افغان ولس لپاره د لا زیات کړاو لامل شي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه:« هر څه له بهرنیو مرستو سره تړلي دي، خو دا مهال د سیاسي دلایلو له امله بهرني حکومتونه د اوږدمهاله پانګونې له مرستو ډده کوي.»
د ګارډین په راپور کې راغلي، چې د کابل تر ۸۰ سلنې زیاتې ځمکنۍ اوبه ناپاکې ګنل شوې دي او لوړ مقدار فاضلاب پکې موندل شوي.
اوبو ته د کابل اوسیدونکو لاسرسۍ اوس په یوې مبارزې بدل شوی. ځینې کورنۍ د خپل عوایدو تر ۳۰ سلنې پورې یوازې د اوبو اخیستو ته ځانګړې کوي او له درېیمې برخې ډېر یې د اوبو له امله پوروړي دي.
د نظیفې په نوم د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسیدونکې ګارډین ته ویلي:« افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د اوبو کمښت تر ټولو سخت بحران دی. هره کورنۍ په ځانکړي ډول هغه چې ټیټ عواید لري له سختو ستونزو سره مخ دي. کیفیت لرونکې او کافي څانګانې اصلا نه شته.»
پر همدغه مهال بیا یو شمېر خصوصي شرکتونه په کابل کې د اوبو له بحران څخه په ګټه پورته کولو سره نوې ژورې څاګانې کیندي او د ځمکنیو اوبو پراخ استخراج وروسته یې بیا د لوړو بیو په بدل کې پر خلکو پلوري.
نظیفه وايي:« پخوا به موږ هر لس ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکولې تر څو د ټانکرونو له لارې اوبه واخلو. اوس هماغه اندازه اوبه پر موږ ۱۰۰۰ افغانۍ لګښت راولي. تېرو دوو اونیو کې وضعیت ډېر خراب شوی او موږ وېره لرو چې دا به لا نور هم خراب شي.»
د راپور له مخې، د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو میلیون لږ و، خو اوس تر اووه میلیونه ډېر شوی او د نفوس د ډېرښت دا چټکوالی د اوبو پر سرچینو منفي اغیزه کړې ده.
د موثره حکومت نشتون او د څارنې او قانون کمښت د اوبو دا پخوانۍ ستونزه نوره هم ژوره کړې ده.
په ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې د دوی شریکانو یوازې ۸،۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي و، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د اوبو رسونې او حفظ الصحې د پرواګرامونو پلي کولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
بل خوا بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره د اوبو او حفظ الصحې په برخه کې د نړیوالو له خوا درې میلیارده ډالر کنګل شوي.
د اوبو د سرچینو د مدیریت لوړپوړی څېړونکی او د افغانستان د اوبو او چاپېریال د متخصصینو د شبکې غړی نجیبالله سدید وایي: «موږ دا وخت نه لرو چې د بودجې د تصویب په تمه پاتې شو. موږ د یوه داسې توپان په منځ کې راګیر یوو، چې که سمدستي اقدام و نه شي، بېرته ورستنېدل به ناشوني وي.»
د ګارډین په راپور کې ویل شوي، چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو پروژې پلي کولو سره ښايي دوه میلیونه خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د دې پروژې د ډیزاین مرحله د ۲۰۲۴ کال په پای کې بشپړه شوې، خو دمګړۍ د بودیجې د تصویب په تمه ده او طالبان د ۱۷۰ میلیونه ډالرو د لګښت لپاره د پانګوالو په لټه کې دی.