برېتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل راپور ورکړی، چې طالبان د داسې بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په لټه کې دي، چې د افغانستان له پولو هاخوا هدفونه په نښه کړي.
راپور کې ویل شوي چې دا ډرونونه د کابل په څنډه کې په فینکس کمپ کې جوړیږي. دا کمپ تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا پوځي اډه وه.
د راپور له مخې، طالبان خپلې بې پیلوټه الوتکې د لوګر ولایت په یوه اډه کې ازمایي چې پخوا د برېتانوي ځواکونو لهخوا کارول کیده.
ډیلي مېل د خپلو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبانو د سلګونو بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره نړیوال متخصصین ګمارلي دي، چې د لویدیځو امنیتي ادارو ترمنځ یې اندېښنې راپورته کړي دي.
د دې کسانو په منځ کې یو انجینر هم شامل دی، چې د القاعدې ډلې سره د اړیکو لرلو شک پرې دی او ویل کیږي په برېتانیا کې یې زده کړې کړې دي.
راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو د پراختیا پروګرام لږترلږه دوه کاله دمخه پیل شو او وړتیاوې یې د پام وړ پراخیږي.
د طالبانو ادارې تر اوسه په رسمي ډول د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو او پراخه ولو په اړه تبصره نه ده کړې.
په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي رسنیو د افغان ځوانانو لهخوا د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
استخباراتي چارواکو ویلي، چې د طالبانو د ډرون جوړولو پروګرام د ترکیې، چین، روسیې، بیلاروس او بنګله دیش له متخصصو څخه کار اخلي.
استخباراتي سرچینې وايي چې یو روسی تبعه په دې پروګرام کې له نږدې ښکیل دی او د ډرون پراختیا په برخه کې فعالو هېوادونو ته د څېړنیزو سفرونو کې د طالبانو انجینرانو سره ملګری دی.
دا هم ویل کیږي چې د ډرون پرزې له چین او ترکیې څخه اخیستل شوي دي.
ډرونونه د کابل په سویل کې د " فینکس کمپ" په نوم په یوه پخوانۍ اډه کې جوړیږي.
دا اډه د طالبانو پر وړاندې د جګړې پرمهال د امریکایي ځواکونو لپاره د لوژستیک او روزنې لوی مرکز و.
په ورته وخت کې طالبان ادعا کوي چې دا اډه اوس د روږدو کسانو درملنې لپاره کارول کیږي.
مخکې لدې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته ننوځي، د فینکس اډه، چې کابل ته نږدې موقعیت لري، د سینما، کتابتون، کافي شاپ او پوسته خانې په څېر اسانتیاوې درلودې.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو د چټک وتلو وروسته، د طالبانو انجینرانو د پرېښودل شویو پوځي تجهیزاتو لویه برخه مطالعه کړه.
دا روښانه نه ده، چې ایا د ډرون پرزې د پرېښودل شویو تجهیزاتو په ډله کې وې، خو ډیلي مېل راپور ورکړی چې اوس په اډه کې د بې پیلوټه جنګي ډرونونو لپاره د تولید یوه پټه کرښه جوړه شوې ده.
د استخباراتي سرچینو په وینا، د "ځانمرګي ډرون" څو بریالي ازموینې چې د دوی هدف ته له رسیدو وروسته چاودیدلې د لوګر ولایت ځانګړو ځواکونو په پخوانۍ اډه کې ترسره شوي دي.
راپور ادعا کوي چې د دې ډرونونو څخه ځینې په دې وروستیو کې د پاکستان سره په سرحدي سیمه کې په برید کې هم کارول شوي. تر اوسه پورې، طالبانو او پاکستاني چارواکو پدې اړه تبصره نه ده کړې.
د برېتانوۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو انجینران د متحده ایالاتو او ایران کې جوړ شوي د ډرونونو څو ماډلونه تقلید کوي.
د طالبانو انجینران، چې ډېری یې د جمهوري دورې په جریان کې د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځي کې زده کړې کړې، هڅه کوي چې د ډرون سرعت او د دوی د چاودیدونکو توکو حجم دواړه زیات کړي.
سرچینې وايي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپل د ډرون پروګرام په افغانستان کې احتمالي شریکانو او پیرودونکو ته وښود او ازماېښتي الوتنې یې ترسره کړې.
ډیلي مېل لیکلي چې دې پروژې د لویدیځو استخباراتي ادارو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولي دي او دا اندېښنې هغه وخت زیاتې کیږي کله چې د پروژې یو انجینر له القاعدې سره اړیکې ولري.
یوې سرچینې وویل چې د القاعدې سره تړلي انجینر یو وخت په برېتانیا کې زده کړې کولې. ویل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو لپاره روزنیز کمپونه هم یو ځل بیا فعال شوي دي.
د ډرون انجنیران د طالبانو لخوا "قیمتي شتمنۍ" ګڼل کیږي او شخصي ساتونکي ورته ګمارل شوي.