د ملا هبت الله اندېښنه؛ نړۍ زموږ د نظام د ګډوډولو هڅه کوي

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په کندهار کې د اختر لمونځ نه مخکې د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې نړۍ کوښښ کوې د یادې ډلې نظام ګډوډ کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د اختر لمونځ نه مخکې خلکو ته د خپلې وینا پر مهال اندېښنه وښودله، چې نړۍ هڅه کوي، د یادې ډلې نظام ګډوډ کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال وویل:« نړۍ متوجه ده، ستاسو دغه وخت نه شي زغملی، کوښښونه یې پیل کړي دي، چې دا نظام ګډوډ کړي. په دې نظام پسي سپکې سپوري وايي.»

پر همدغه مهال نوموړي یوځل بیا پر «اسلامي او شرعي نظام» ټینګار وکړ او وې ویل، چې یو شمېر کسان هڅه کوي د ډېموکراسۍ نظام بیرته راوګرځوي.

ملا هبت‌الله اخوندزاده د خپلو خبرو پرمهال وویل:«وړونو دا اسلامي او شرعي نظام دی، دا د ډېموکراسۍ نظام نه دی، دلته په دې ځای کې د ډېموکراسۍ نظامونه تېر شوي دي، نو د هغو نظامونود بیرته راوستلو لپاره خلک کوشش کوي.»

همدارنګه نوموړي زیاته کړه:«ډېموکراسي د انسانت له نګاه څخه د کامیابۍ لاره نه ده، دغه اسلام یې د کامیابی لار ده، د مسلمانانو لپاره پکارده چې په دین او شرعیت ځان پوه کړي.»

ملا هبت‌الله دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نړۍواله ټولنه د طالبانو د حکومتدارۍ پر سیسټم سختې نیوکې لري، چې له امله یې هېڅ هېواد د یادې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو