په افغانستان کې د اېم فور او اېم ۱۶ امریکایي وسلو شمېر کم او بیې لوړې شوې دي

۵ ساعتونه مخکې

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکايي M16 او M4 وسلو بیې شاوخوا ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو وې، خو اوس یې شمېر کم او بیې لوړې شوې دي.
اوس د افغانستان په بازارونو په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې یو نوی امریکایی اېم فور په ۴،۲۸۵ډالرو او یو اېم ۱۶ په ۱،۴۲۸ ډالرو پلورل کېږي.

ویل کېږي، چې دغه وسلې هم سرتېرو پلورلې او هم جنګیالیو د وسلو پېر او پلور کاوه، خو څومره چې دا وسلې په مارکېټ کې کمېږي بیې یې لوړېږي.
په راپور کې همداراز راغلي، چې دا وسلې ډېری پاکستاني طالبان پېري او د پاکستان د پوځ خلاف په جګړو کې یې کاروي.
که څه هم ویل کېږي، چې جنګیالي د لیزري شپې لید دوربیونونو لپاره د یادو امریکایي وسلو ترڅنګ له چینایي اېم ۴ څخه هم ګټه اخلي، خو د امریکايي نسخې په څېر قوي او بشپړ تنظیمات نه لري.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د دغه راپور له مخې، چینايي اېم فور ښکاره له امریکايي وسلو سره ورته دي، خو د دې وسلو په پرتله بیا ارزانه هم دي او په جنګیالیو کې پیرودونکي لري.
د دغو چینايي اېم ۴ ټوپکو بیې تر امریکايي وسلو درې چنده کمې بلل شوي دي او د یوه امریکايي اېم ۱۶ په بیه پلورل کېږي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط په لومړیو ورځو کې د کندهار او هلمند د ولسوالیو د جمعې په بازارونو کې د وسلو ازاد پېر او پلور کېده.
د کندهار په میوند، پنجوايي، د هلمند په موسی کلا، سنګین او بهرامچه او د فراه په بکواه ولسوالیو کې د وسلو هټۍ وې، خو له تېرو اتو میاشتو راهیسې دغه بازارونه او هټۍ بندې شوي او د وسلو پېر او پلور ډېری په ادرس ورکولو کېږي.
په افغانستان کې د وسلو د ترلاسه کولو چارې تر هغه وروسته سختې شوې، چې په ۲۰۲۵ کال کې د وسلو بیې د وسلو د تقاضا او د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له فرمان وروسته بېرته لوړې شوې دي.
د طالبانو مشر د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د یوه فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو وېش یوازې په ځان پورې محدود کړ .
د فرمان له مخې، د دې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو ادارې رییس نور له وسله تونونو وسلې نه شي اېستلای او نه یې هم په خپل سر وېشلای شي.
له فرمان وروسته په ټولو ولایتونو کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ثبت چارې پیل شوې او ګڼې وسلې، په ځانګړې توګه اېم فور وسلې کندهار ته ولېږدول شوې او د هبت الله اخوندزاده د خاص ځواک په واک کې ور کړل شوې.
پر دې سربېره په سیمه کې د جګړې پراخېدو او د امریکايي وسلو تقاضا ډېرېدو هم ددې وسلو بیې لوړې کړې دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت د ملي اردو سپکې او درنې امریکایۍ وسلې د طالبانو لاس ته ولوېدې. د امریکا حکومت د حساب ورکولو دفتر(GAO) د راپور له مخې، د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ افغان ځواکونو شاوخوا ۱۶ زره شپه لید عینکې ترلاسه کړې، ۳۵۸ زره او ۵۳۰ بېلابېل ټوپک، له ۶۴ زرو ډېرې ماشیندارې، ۲۵ زره او ۳۲۷ لاسي بم غورځوونکي او ۲۲ زره او ۱۷۴ هاموې او نور موټر هم په بېلابېلو وقفو کې ورکړل شول.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ کې افغان ځواکونو ته یوازې نږدې ۲۰ زره اېم ۱۶ او د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د څلورو کلونو موده کې شاوخوا پنځه زره اېم فور ټوپک ورکړل شول.
له دې سره، له ۲۰۰۲ کال وړاندې کلاشنیکوف چې د هر جنګیالي او کلکوف د هر قوماندان د لاس ګاڼه وه، اوس د جنګیالیو د نسل له بدلېدو سره د وسلې روسی کلتور هم بدل شوی او ځای یې امریکايي اېم ۱۶ او اېم ۴ نیولی.
د امریکايي وسلو ارزښت ډېر وخت د هغو له مقاومت او پر هغو له نصب کېدونکو وسیلو سره تړلی ګڼل کېږي.
ددې وسلو لس کارتوس په ۵،۴۳ ډالرو پلورل کېږي، چې د کلاشنیکوف له مرمیو ( ګنټه ۴،۳۶ ډالره) سره یې شاوخوا یو ډالر فرق دی.
جنګیالي معمولا پر خپلو وسلو روسي او چینايي دوربینونه کاروي، ځکه امریکايي هغو ته لاسرسی محدود دی.
چینايي دوربینونه د خپل اغېزناکتوب او په جګړه کې د ډېر استعمال او تقاضا لوړېدو له امله د هغو نوعیت ته په پام له ۲،۸۰۰ ډالرو نه اوس ۳،۸۴۰ ډالرو ته لوړ شوي دي.
دغه دوربینونه هممهاله پاکستاني طالبان او د پاکستان سرحدي ځواکونه دواړه کاروي.

نور خبرونه

رادیو