کریم خلیلي: دې اختر کې هم افغانان له مشروع نظام برې برخې دي

۱۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال محمد کریم خلیلي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، دا ځل بیا یو بل اختر په داسې وخت کې راځي چې افغانان د یو مشروع نظام له لرلو څخه بې برخې دي.

هغه زیاته کړې، چې واکمن طالبان د خپل ناقانونه موجودیت په درک کولو سره، هڅه کوي چې له مذهب څخه د وسیلې په توګه کار واخلي. نوموړی په ​​دې باور دی چې په افغانستان اوس مهال د داسې یو ډلې له لوري اداره کېږي چې د خلکو په رایه نه دي راغلي.

په پېغام کې راغلي، طالبانو د خلکو د لمنځه وړلو او ګواښلو کرغېړنې تګلارې پلي کړي دي. همدا راز یې ویلي، افغانستان اوس مهال له نړۍ والې ټولنې څخه جلا دی.

خلیلي، د نجونو پر زده کړو بندیز ، له سیاسي، ټولنیزو،‌ کلتوري او اقتصادي برخو څخه د هغوی محرومیدو ته هم اشاره کړې ده او دا یې لوی ظلم بللی دی.

د مخکني جمهوري نظام پخواني مرستیال په وینا، په هیواد کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو روانې سرغړونې په پراخه کچه لا هم دوام لري. هغه د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو اېستل د یو بل ناورین د پیل کیدو لامل ګني.

کریم خلیلي د افغانانو د یووالي د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او د ټولنیزو رسنیو له فعالینو یې غوښتي چې د کرکې د کرلو پر ځای یووالي ته وده ورکړي.

هغه په ​​ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د طالبانو سره د رضایت تګلاره بس کړي او له افغانانو سره د یو ډېموکراټیک او مشروع نظام په جوړولو کې مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو