ملګري ملتونه: د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال د لوی اختر نمانځلو توان نلري

۱۱ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې ویلي، چې د افغانانو په ګډون ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال د بېلابېلو ستونزو له امله د اختر خوښۍ نه شي نمانځلی.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې وېډیوي پېغام کې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د میلیونونو انسانانو د کډوالۍ سختو شرایطو ته اشاره کړې چې د جګړې له امله بې ځایه شوي او د اقتصادي ستونزو له کبله د لوی اختر د خوښیو نمانځلو وس نه لري.

د هغه په خبره، دا ډول کسان په افغانستان، غزه، سوډان او بنګله دېش په شمول په ناورین ځپلو سیمو کې ژوند کوي او د هغه جشنونو څخه محروم دي چې دوی یې مستحق دي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د ژوند د ښه کیدو لپاره زیاتې هڅې وشي، او د دوی وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو