په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې نوراحمد اسلام جار د اختر په لومړۍ ورځ د ایران، ترکمنستان او ترکیې د ډيپلوماتانو کوربتوب کړی.
طالبانو ویلي، چې په دې ليدنو کې د همکاريو پر زياتوالي خبرې شوي.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي نوراحمد اسلام جار په دغه ولایت کې د مېشتو ډيپلوماتانو او د قونسلګریو له مشرانو سره په کتنه کې د دوو اړخيزو همکاريو په اړه خبري کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخي، د طالبانو د هرات والي دغه ولایت د بهرنيو پانګوالو لپاره مناسب ځای یاد کړی او د یادو هېوادونو د قونسلګريو ترمنځ یې د هر اړخيزو همکاريو پر پراخوالي ټينکار کړی.
طالبان په دا ډول اړيکو سره غواړي دغه ولایت ته د بهرنيو پانګوالو پام ځان ته واړوي او له همدې کبله د ګاونډيو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختيا هڅه کوي.