طالبانو په کندهار څه باندې ۱۵ سلمانیان او ځوانان د ږيرې جوړولو پرمهال نیولي او زنداني کړي

۸ ساعتونه مخکې

په کندهار کې د لوی اختر په شپه د امربالمعروف محتسبانو څه باندې ۱۵ ځوانان او سلمانیان د ږیرې جوړولو او کوچني کولو له امله نیولي او زنداني کړي دي.

سرچينې وايي، طالبانو له همدې امله د سلمانیو تر ۴۰ زياتې هټۍ بندې کړې دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) ویلي، چې د لوی اختر په شپه د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف محتسبانو له خبرتيا پرته یو شمېر سلمانیو ته ورغلي او هغه ځوانان او سلمانیان یې نیولي، چې «سټايلي ویښتان او ږیره» يې جوړول.

د سرچینو په خبره، له دغې ډلې سره خپل خاص موټر و او تر ۱۵ زيات ځوانان او سلمانیان یې تر نیولو وروسته بندیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو څه باندې ۴۰ هټۍ د اختر د لومړۍ ورځې تر نيمايي پورې بند ساتلي و، چې له امله یې یاد شمېر هټۍوالو ته زرګونه افغانۍ زیانونه ور اوښتي دي.

د طالبانو دغه کړنه د خلکو او سلمانیانو د پراخ غبرګون او اندېښنو لامل شوی او وايي: «دا کار نه یوازې د دوی د کاروبار د زیان سبب شوی، بلکې انساني او مدني حقونه یې هم تر پښو لاندې شوي دي.»

سرچينه زياتوي، چې دغه کسان له دې امله نیول شوي چې ځوانانو ته یې «نامناسب ویښتان جوړول او یا یې ږیره کوچنۍ کوله.»

طالبان د ویښتانو او ږیرې سټايلي جوړول «د اسلامي شریعت خلاف» کړنه یادوي.

د کندهار ښار یو شمېر سلمانیان بیا د اختر شپه د خپل کاروبار لپاره د کال تر ټولو مهمه او عایداتي شپه یادوي.

د دوی په خبره: «د همدې شپې عواید اکثره د میاشتني کرایو، خوراک او کورنیو مصارفو د پوره کولو لپاره بسنه کوي.»

د کندهار یو شمېر ښاریان او دغه سلمانیان د طالبانو دا کړنه د قانون خلاف ګڼي او وايي: «د طالبانو دا اقدام له هر ډول رسمي خبرتيا پرته ترسره شوې.»

د ښار اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وایي، چې دا ډول اقدامات نه یوازې ازادي محدودوي، بلکې د خلکو پر ظاهري بڼه بېځایه ولکه ده.

سلمانیان له محلي ادارو، د بشري حقونو له بنسټونو او د امربالمعروف له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي، چې دا ډول اقدامات وڅېړي او هغه کسان چې له قانوني چوکاټ بهر عمل کوي، عدلي تعقیب ته وسپاري.

دوی همداراز وایي، چې دغه ډول بندیزونه یوازې په کندهار کې عملي کېږي او په نورو ولایتونو کې هېڅ دا ډول چاره نه تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې بیا په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم ځینو سلمانیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو خبرداری ورکړی، که له دې وروسته ویښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخریي، نو ۱۰ زره افغانۍ به جرمانه شي.

دوی زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې پر نغدي جرېمې سربېره به یې یوه میاشت هټۍ هم وتړل شي.

د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون کې هم د ږیرې په اړه یادونه شوې ده او د ږیرې خرېیل یې ګناه بللې ده.

طالبانو واک ته رسېدو سره په دولتي ادارو کې د پخواني حکومت پر مامورینو ږېرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول یې حتمي کړي دي.

طالبانو نه یوازې په کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې د ږیرې د خرېیلو پرضد اقداماتو لاس پورې کوي، بلکې له دې وړاندې یې د پلازمینې کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې هم سلمانیانو ته خبرداری ورکړی، چې د سټایلي ویښتانو له جوړلو او له ږیرې خرېیلو دې ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو