د واک ښودل او که له بیت المال څخه ناسمه ګټه: یوسف وفا د شمال پر فضا هلیکوپټر مانورې کوي

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بلخ د والي ویاند وايي، چې د دغه ډلې والي یوسف وفا د امنیت د خوندیتوب په موخه د بلخ پر فضا د ښار پر زړه د هلیکوپټر ګزمې وکړې.

یو شمېر کسانو د طالبانو د بلخ پر والي نیوکه کړې، چې د خپل واک ښودلو په خاطر د خپل مشر له امره هم سرغړونه کوي.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) پر اېکس پاڼه د دغه ولایت د والي یوسف وفا د عکسونو په خپرولو سره لیکلي: «د شمال زړه کې د اختر تیاری»

نوموړي زياته کړې: « زړه سوانده رهبري د خپلو مومنو پرګنو د امنیت د لا خوندي کېدو او ښه ثبات په موخه د ښار پر زړه د هلیکوپټر په مټ مانورې.»

پر طالبانو په خاص ډول هبت الله ته پر نژدې کس یوسف وفا نیوکې کيږي، چې د خپل واک ښودلو لپاره له مسولیت او بیت المال څخه ناسمه ګټه اخلي.

عام خلک په دې باور دي، چې ټولنه د اقتصادي ستونزو، لوږې، بې‌کاري، او ابتدایي خدمتونو له نشتوالي کړېږي، خو طالبان د بیت‌المال هلیکوپټرې د خپل واک ښودلو او سیاسي مانورو لپاره کارولي.

نور خبرونه

رادیو