د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اندونیزیا له شارژدافیر نندا اېوالېست څخه د دغه هېواد لهخوا د طالب ډیپلوماټانو له منلو او په بېلابېلو برخو کې د اندونیزیا هېواد له ملاتړه مننه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي متقي له نندا ایوالیست سره «تعارفي» لیدنه کړې ده.
ښاغلي متقي په دغه لېدنه کې ویلي، طالبان لېواله دي چې له اندونیزیا سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې او پراخې اړیکې ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نندا اېوالېست هم د اندونیزیا او افغانستان تر منځ د ښو او پراخو اړیکو پر اړتیا ټينګار کړی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي اېوالېست په حواله راغلي:« د خپل ماموریت په دوره کې به د افغانستان ځمکني واقعیتونه او پرمختګونه د اندونیزیا له حکومت او ولس سره شریک کړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار وکړم.»