ټرمپ: ایلان ماسک خپل عقل له لاسه ورکړی، زه ورسره د خبرو لېوالتیا نه لرم

۱۴ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اې‌بي‌سي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلان ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بې‌اهمیته وبلله. دا مرکه د جمعې په سهار (د غبرګولي ۱۶مه) یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ټرمپ او د ټېسلا شرکت د مشر ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

ټرمپ د دې شخړې په اړه په بې‌پروایۍ سره څرګندونې وکړې او ویې ویل، داسې ښکاري چې هېڅ مهم څه نه دي پېښ شوي. کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا له ماسک سره د خبرو لپاره کوم پلان لري، هغه په ځواب کې وویل: «ستا مطلب هغه سړی دی چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی؟»

ټرمپ زیاته کړه چې دا مهال له ایلان ماسک سره د خبرو هېڅ ځانګړې علاقه نه لري. د نوموړي په وینا، دا ماسک دی چې هڅه کوي له ده سره خبرې وکړي، خو هغه لا چمتو نه دی چې دا ډول خبرې پیل کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو مشهورو څېرو تر منځ سیاسي او شخصي اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي.

نور خبرونه

رادیو