ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ ټنه خوراکي توکي د بشري مرستې په توګه لېږلي دي. د ازبکستان د سورخندریا د ولایتي ادارې د مطبوعاتي دفتر په وینا، دغه مرسته د حیرتان ښار د "استراس" شرکت په انګړ کې طالبانو ته سپارل شوې ده،
په مرستو کې اوړه، وریژې، بوره، ماکاروني، د پخلي غوړي، ژر پخیدونکي خواړه، لوبیا او مئ شامل دي.
دواړو هېوادونو تر دې وړاندې هم د اقتصادي او بشري همکاریو اړیکې درلودې.
څه موده وړاندې طالبانو ازبکستان ته ۱۶ موټره سپین مرمر واستول، چې سمرقند ښار کې د امام بخاري د کمپلکس د جوړولو لپاره به ترې کار اخیستل کېږي.
پر دې مرسته د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف، د سورخندریا والي اولګبیک قاسیموف، د طالبانو چارواکي ملا عبدالواسع او د بلخ والي محمد یوسف وفا تر منځ د ترمذ ښار په یوه ناسته کې هوکړه شوې وه.
ازبکستان وایي چې دغه ډول مرستې به د افغانانو د ملاتړ لپاره دوام ومومي او غواړي له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.