طالبان: په اختر کې د سپین بولدک ـ چمن لاره د پلي تګ راتګ لپاره پرانېستې ده

پرون

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند ویلي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه به د اختر په رخصتیو کې هره ورځ د څلورو ساعتونو لپاره د پلي تګ راتګ لپاره خلاصه وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدی پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ويلي، چې له پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته د اختر په رخصتیو کې د پلي تګ راتګ لپاره د سپین بولدک ـ چمن دروازې خلاصیدو هوکړه شوې ده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۵مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« د بولدک د ځمکنۍ سرحدي دروازې د پرانیستلو په اړه داسې پریکړه وشوه، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې څخه تر څلورمې ورځې پورې به دا دروازه د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر ۴ بجو پورې د پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو ویاند ویلي، چې یاده لار به د څلورو ورځو لپاره له پاکستاني لوري څخه د ټرانزیت پر مخ تړلې وي.

ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د سپین بولدک ـ چمن د عمومي دروازې د خلاصېدو نه، بلکي د «مازل ګلۍ» په نوم عمومي دروازې څخه په یو کیلومترۍ کې د فرعي لارې د خلاصېدو هوکړه شوې ده.

سرچینو ویلي، چې پر دې لاره وړاندې د انساني قاچاقبرانو له خوا مسافر دواړو غاړو ته انتقالیدل.

نور خبرونه

رادیو