د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ختیځو ولایتونو له ځوانانو سره په ناسته کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.
د (غبرګولي ۱۶مه) د حامد کرزي رسنیز دفتر ویلي، چې په دغه ناسته کې د ښځو پر کار او ملي یووالي هم خبرې شوې دي.