هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د جون په پنځمه او شپږمه د هند په کوربه توب د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه جوړیږي او په یاده غونډه کې د امنیت، انرژۍ، سوداګرۍ، اړیکو پراختیا او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه خبرې کیږي.
په دې غونډه کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نرتلو، د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبینک کولوبایف، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سعیدوف بختیور ادیلوویچ ګډون کوي.
د راپورونو له مخې، د یادې غونډې اجنډا به د نورو مسایلو ترڅنګ د هند په پهلګام کې تر برید وروسته په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو او اندېښنو په نظر کې نیولو سره سیمه ییز امنیت وي.
په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیران د استخباراتي معلوماتو شریکولو، سرحدي امنیت همکارۍ او د افراطیت ضد ستراتیژیو په اړه خبرې وکړي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په کوربه توبه د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون دې غونډه کې به د انرژۍ او سرچینو، د اړیکو او سوداګرۍ، اقلیم او چاپیریالي همکارۍ، کلتوري او تعلیمي مسایلو په تړاو هم خبرې وشي.