د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وايي، چې د جون په ۵مه نېټه اوکرایني ځواکونو د روسیې د بریانسک ولایت د کلینڅي ښار ته نږدې د روسیې د توغندیزو ځواکونو پر یوې نقطې توغندیز برید کړی دی.
په دغه برید کې د راپورونو له مخې، یو "اسکندر" ډوله توغندويي لانچر (توغندېویشتونکی) بشپړ له منځه وړل شوی او دوه نور یې سخت زیانمن شوي دي. یاد هدف د روسیې د ۲۶مې توغندیزې لوا برخه و، چې د اوکراین پر خاوره د برید هڅه یې کوله، احتمالا هدفیې د کییف ښار و.
په خبرپاڼه کې راغلي:"دغه هدفونه د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو او امنیتي خدماتو د همغږو عملیاتو او موثرې کشفي استخباراتي چارې له لارې وویشتل شول."
د لوی درستیز د دفتر په وینا، په دې برید کې هیڅ ملکی تلفات نهدي رامنځته شوي، او د روسي ځواکونو د زیانونو ارزونه لا روانه ده.
یادونه باید وشي چې "اسکندر" د روسیې یو لنډ واټن لرونکی بالستیک توغندویي سیستم دی، چې د پوځي او بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د دقیقو بریدونو لپاره کارول کېږي.