ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر خپل پخواني نږدې ملګري، اېلن ماسک، سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د هغه د عامه مخالفت له امله "خورا ناامیده" شوی دی. ماسک د ټرمپ د مالي اصلاحاتو له پراخې لایحې سره مخالفت کړی، چې د هغه د اقتصادي اجندا اصلي محور بلل کېږي.
ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې وویل: "ما او اېلن ښه اړیکه لرله، خو نه پوهېږم چې اوس به هم داسې پاتې شي که نه. ده زما په اړه ډېر ښایسته خبرې کړي، شخصاً خو یې لا تر اوسه بد نه دي ویلي، خو ښایي ژر یې ووایي. زه ترې ډېره ناامیده یم. ما له هغه سره ډېرې مرستې کړې دي."
د ټرمپ له څرګندونو سره هممهاله، د ټسلا شرکت مشر اېلن ماسک په خپل ټولنیز پلاتفورمایکس پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: "که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای. دا ډېره بېقدري ده."
د ماسک نیوکو د ټسلا شرکت د ونډو ارزښت هم اغېزمن کړ؛ د شرکت ونډې ۹ سلنه راښکته شوې چې دا د فبرورۍ له پایه راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د دې لفظي نښتې شدت وښوده چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی (ټرمپ) او تر ټولو شتمن کس (ماسک) تر منځ اختلاف اوس علني بڼه غوره کړې، وروسته له هغه چې د دوی تر منځ د شخړې ګنګوسې اونۍ مخکې پيل شوې وې.