اسراییلي پوځ د بیروت جنوبي څنډو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړ

پرون

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ د لبنان پلازمېنې بیروت په جنوبي څنډو کې میشتو خلکو د تخلیې خبرداری ورکړی دی. پوځ ویلي، چې دغه سیمې د حزب‌الله ډلې اړوند تاسیساتو ته نږدې دي.

د اسراییلي پوځ عرب‌ژبي ویاند اویخای ادرعي په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي: "تاسو د یوه ترهګریز سازمان، حزب‌الله، د تاسیساتو ترڅنګ موقعیت لرئ. د خپل او خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره، ژر تر ژره له دغو ودانیو ووځئ او لږ تر لږه ۳۰۰ متره لرې لاړ شئ."
د ادرعي دا ډول خبرداری معمولاً تر شاه هوایي توغندیز بریدونه لري.

نور خبرونه

رادیو