طالبانو په کندهار کې پر دېوالونو د هبت الله د پیغامونو او ویناوو د لیکلو چارې پيل کړې

۲ ورځې مخکې

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ په ښار او بازارونو کې پر دېوالونو د دغه ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د ویناوو او پیغامونو د لیکلو چارې پيل کړې.

طالب ښاروال عبدالله روحاني وايي، دا هڅه د ښاري ښکلا او د عامه پوهاوي د پياوړتيا په موخه تر سره کېږي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) ویلي، چې ښار او بازارونو کې يې پر دېوالونو د هبت الله اخوندزاده د ویناوو او پیغامونو د لیکلو چارې پيل کړې دي.

طالبانو پر لویو امنیتي خښتو د دغه پیغامونو ځینې برخې لیکلي دي، چې په دې لیکنو کې قراني ایتونه او حدیثونه هم شامل دي.

افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شويو انځورونو کې ښکاري، چې طالبانو پر یوه دېوال لیکلي: «دا نظام د ټولو افغانانو او مسلمانانو دی، ساتنه یې پر ټولو مسلمانانو لازمه ده، لاسونه سره یو کړئ او له اختلافاتو ځانونه او نور مسلمانان وساتئ.»

یادې ډلې بل ځای لیکلي: «په خپل منځ کې امربالمعروف او نهی عن المنکر فریضه مه پرېږدئ، لمونځونه په جماعت کې سره اداء کړئ.»

که څه هم طالبانو د دې لیکونو موخه ښکلا او د عامه پوهاوي پياوړتيا یاده کړې؛ خو د ښاریانو له سختو نیوکو سره مخ شوې او پر دېوالونو د ایتونو لیکل ناسم کار ګڼي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، چې طالبانو تر دې وړاندې له ځينو سیمو څخه پر دېوالونو لیکلي پخوانۍ ویناوې، اشعار او ایتونه پاک کړي؛ خو بل لورې یې بیا خپله لیکلي دي.

د ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو امر وايي، چې دغه پیغامونه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د خلکو د دیني پوهاوي لپاره ډېر مهم دي او په دې برخه کې به د ښاروالۍ ټول اړوند ریاستونه په ګډه کار وکړي.

طالبانو له خلکو غوښتي: « ټول هېوادوال دې د هبت الله اخوندزاده له لارښوونو څخه پوهاوی ترلاسه کړي او هغه دې د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوي.»

د یادونې وړ ده، چې په دغو فرمانونو کې د شریعت د بشپړ تطبیق، د اسلامي حجاب مراعات، د ښځو د محرم پرته سفر نه‌ کول، د اسلامي اخلاقو پياوړتیا او د شرعي مجازاتو تطبیق په اړه ځانګړی ټینګار شوی دی.

نور خبرونه

رادیو