د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې رییس عبدالله عزیزوف د افغانستان د مخکښو درمل وېشونکو شرکتونو له استازو سره کتلي دي. په دې کتنه کې افغان درمل جوړوونکو په افغانستان کې ددرملو د یوې ګډې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی.
د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درمل جوړونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ اړوند موضوعات څیړل شوي او هوکړه شوې، چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د درملو د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.
دغه راز په دې ناسته کې پر دې هم هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د درملو د تولید ګډې پروژې پیل شي، ټکنالوژي وارده شي او مسلکي کدرونه وروزل شي.
د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې افغان استازو ته د ازبکستان د مخکښو درمل جوړوونکو شرکتونو د لیدنې سفر هم تنظیم کړی، چې د نړیوالو معیارونو مطابق د تولید بهیر، ټکنالوژیکي وسایل، لابراتوارونه او د کیفیت د کنټرول سیستمونه له نږدې وګوري.
رپوټ وايي، چې افغان سوداګرو د ازبکستان د درمل جوړونې صنعت چټک پرمختګ ستایلی او د محصولاتو کیفیت او د صادراتو وړتیا یې ستایلې ده.
هغوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ازبک درملو تقاضا لوړه ده او دوی چمتو دي چې ژر تر ژره ګډې فابریکې پیل کړي.