د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا په پېښور ښار کې یوې غونډې ته ویلي، چې د دغه هېواد پوځ د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت ته داسې درس ورکړی، چې تر قیامته به یې هېر نهکړي.
شریف د سېشنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د خپلې وینا پرمهال دا ادعا کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ تر جګړې وروسته نرېندرا مودي له پېښې «مایوسه او خپه» دی.
نوموړي زیاته کړې، چې نوې ډیلي لاهم د خپلې ماتې ټپونه رغوي او خبرداری یې ورکړی چې د نوي ډیلي لهخوا هر ډول برید ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي.
د ډان ورځپاڼې د راپور لهمخې، د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د سند د اوبو د تړون له مخې اوبو ته د خپل هېواد د لاسرسي پر حق ټینګار کړی او وايي، چې د مهمو پروژو لکه د دیامر-باشا او داسو بندونو له لارې د اوبو د زېرمو د ډېروالي پلانونه لري.
شریف دې غونډې ته وویل: «د مودي حکومت تر سختې ماتې وروسته خپل زخمونه رغوي او مایوسه او خپه دی. هغه کله د پوځي برید ګواښ کوي او کله بیا د اوبو د بندولو خبرې کوي. زه ټینګار کوم چې د اوبو هره څاڅکې د پاکستان د خلکو حق دی. که هند بیا کوم اقدام وکړي، یو ځل بیا به هماغسې قوي درس ورکړل شي.»
شهباز شریف څه موده مخکې هم ویلي و، چې اوبه د ۲۴۰ مېلیونه پاکستاني وګړو د ژوند اساس دی او د هند لهخوا د اوبو مخنیوی د بشري حقونو خلاف اقدام دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نوې ډیلي د کشمیر په پهلګام کې تر ترهګریز برید وروسته نهیوازې پر پاکستان هوايي بریدونه کړي، بلکې د دغه هېواد ډېپلوماټان یې هم له خپلې خاورې شړلي او له اسلاماباد سره یې د اوبو تړنونه هم ځنډولي دي.