د ۲۰۲۵ کال د غوره ورزشي کتابونو د پېژندنې په رسمي غونډه کې چې په لندن کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډلې د پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل کتاب «زما ښکلې خویندې» د کال د غوره ورزشي کتاب جایزه وګټله.
دغه کتاب د ښځو د ورزشي لیکنې لپاره د ویکي اورویس جایزه هم وګټله.
«زما ښکلې خویندې» کتاب د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مبارزې، پایښت او هیلو یوه پیاوړې کیسه ده او د اغلې پوپل د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه نیولې تر ښځو د حقونو لپاره د نړۍوالې مدافع کېدو پورې د هغې د ژوند کیسه بیانوي.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم دغه کتاب «الهام بښونکی او مهم» بللی دی.
په دغه مراسمو کې چې د ورزش نړۍ او رسنیو نوموتو شخصیتونو پکې برخه اخیستې وه؛ سر کریس هوي هم د خپل ژوندلیک «ټول هغه مهم دي» کتاب لپاره د کال د غوره ژوندلیک جایزه وګټله او جاني سکسټون هم د خپل کتاب «وسواس» لپاره د کال د رګبي کتاب غوره جایزه وګټله.
دغه غونډه د چارلز ټرویټ برنډ لهخوا تمویل شوې وه او د ډني کر، سټیف هوټن، ګيیم بالاګه او نورو مشهورو شخصیتونه پکې برخه اخیستې وه.