د سند ایالت د کراچۍ ښار له «ملیر» بندخونې څخه څه باندې ۲۰۰ بندیان تښتېدلي دي.
د جیونیوز په ګډون یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د زلزلې د ټکانونو پر مهال شوې ده.
د ملیر بندخونې مسوولانو ویلي، چې د زلزلې د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره یې بندیان له خونو را اېستلي و، چې په همدې وخت کې له پولیسو سره لاساوګرېوان شول.
د دوی په خبره، بندیانو په دې ګډوډي کې د پولیسو وسلې ترې اخیستي، ډزې یې کړي او تر هغه وروسته له بندخونې تښتېدلي دي.
د راپورونو له مخې، په پېښه کې یو بندي وژل شوی او پنځه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې یو شمېر بندیان بېرته نیول شوي هم دي او د پاتې نورو چې دقیق شمېر یې معلوم نه دی، د نیولو هڅې روانې دي.