د بدني سزاوو زیاتوالی؛ ریچارډ بېنېټ وایي طالبان باید عادي ونه‌ګرځول شي

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ددُرې وهلو سزاوو پر زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې طالبان باید عادي نه کړای شي.

د رپوټونو له مخې، طالبانو یوازې د یوې اونۍ په موده کې، له ۶۰ زیات کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو سترې محکمې په بدخشان ولایت کې پر یوه تن د الکولي مشروباتو د پلور په تور د دُرې حکم د تطبیق خبر ورکړی، ریچارد بېنېټ دا ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

بېنېټ د غبرګولي میاشتې پر۱۲مه، پر خپل اېکس ولیکل، « دغه سختې سزاوې په ۲۰۲۵ کال کې په ډراماتیک ډول ډېرې شوې دي او باید سملاسي ودریږي».

نوموړي زیاته کړې، « دا یوه جدي یادونه ده چې طالبان باید عادي نه شي او هېڅ افغان پناه‌غوښتونکی باید په زور بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي».

ریچارد بېنېټ ویلي چې د طالبانو سترې محکمې په تېره اونۍ کې لږ تر لږه ۶۳ نارینه او ۴ ښځې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو په وینا، یاد کسان له نکاح نه مخکې جنسي اړیکو، له کوره په تېښتې، غلا، د نشه‌يي توکو په پلور، وژنې او قماربازۍ تورن او نیول شوي وو، چې ځینو ته یې د بند سزاوې هم اورول شوې دي.

نور خبرونه

رادیو