د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ به ډېر ژر د نایابه کانې موادو پر سر د اختلافونو او دغه راز د سوداګریزو ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په چین تور پورې کړ، چې له امریکا سره یې د تعرفو او سوداګریزو محدودیتونو د متقابل کمولو په تړاو توافق نقض کړی، هغه توافق چې د نایابه کانې موادو پر صادراتو پورې تړاو لري ـ
بېسنټ سي بي اېس شبکې ته ویلي: «هغه کار چې چین ترسره کوي دا دی، چې د محصولاتو د صادرولو مخه نیسي او دا محصولات د هند او اروپا لپاره حیاتي دي. دا هغه کار نه دی چې د اعتبار وړ یو شریک یې ترسره کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او چین د روان کال د غویي میاشتې په ۲۲مه نېټه د سوداګریز کسر او شخړو کمولو لپاره هوکړې ته رسېدل.