عمران خان په پاکستان کې د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړی

پرون

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر اېکس پاڼه له خپلو پلویانو غوښتي، چې د یوه پراخ غورځنګ لپاره دې چمتو شي.

پاکستاني رسنیو د دغه زنداني پخواني لومړي وزیر خبرې د پراخو لاریونونو د ترسره کیدو خبرداری بللی دی.

عمران خان په خپله اېکس پاڼه د لاریونونو یا تازه غورځنګ د پیل په تړاو نور جزیات او کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

تر دې وړاندې د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د عمران خان په امر د هغه له مېرمنې سره په ګډه اسلام اباد کې د خپل زنداني مشر د خوشې کیدو لپاره لاریونونه وکړل، خو په تاوتریخوالي بدل شول.

په یادو لاریونونو کې تحریک انصاف د پاکستاني ځواکونو له لوري د دوی د ګوند تر لسو ډېرو پلویانو د وژل کیدو ادعاوې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو