د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو له لوري د دوی پر یوې پوستې د برید په پایله کې څلور پوځيان وژل شوي.
وايي، جګړه کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.
پوځ زیاته کړې، د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) دغو بریدونو کې د د دوی د یوه قوماندان ډګرمن دانیال اسماعیل په ګډون درې عسکر وژل شوي.
پوځ ادعا کوي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د «ټي ټي پي» شپږ وسله وال هم وژلي.
د پاکستان پوځ دغو وژل شویو وسله والو ته په خبرپاڼه کې د «هند نیابتي فتنه الخوارج» اصطلاح کارولې ده.
لا تر اوسه پورې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې د پاکستان پوځ د دغو ادعاوو او په شوال کې د شوي برید په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د وزیرستانونو په ګډون د پښتونخواه ایالت امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک هره ورځ د پوځیانو سره د جګړو خبرونه ورکوي. اسلام اباد هم دغه روانو نا امنیو څخه اندېښمن دی او کابل ته یې ګوته نیولې، چې د واکمنو طالبانو تر سیورې لاندې د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې له هماغه ځایه پرې بریدونه پلانوي.
طالبانو که څه هم په رسمي توګه څو څو ځله دغه ادعاوې رد کړې وې، خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تر سفر وروسته راپورنه خپاره شول چې ګوندې د «ټي ټي پي» د مهارولو لپاره افغان طالبانو ورسره ژمنې کړې دي.
له «ټي ټي پي» ور هاخوا په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وسله والې ډلې هم پاکستاني پوځ ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د ځانمرګو بریدونو تر څنګ پرې مخامخ وسله وال بریدونه هم کوي.
اسلام اباد د کابل تر څنګ نوي ډیلي ته هم ګوته نیولې، چې په دغو نا امنیو کې پراخ لاسونه لري.