د پاکستان لوی درستیز: پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني

۵ ورځې مخکې

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر ټینګار کړی چې پاکستان به هیڅکله د هند سیمه‌ییز تسلط ته غاړه کښینږدې او د هېواد خپلواکۍ ته به کلکه ژمنتیا وساتي.

منیر د دغه هېواد د پوهنتونونو له مسوولانو سره په یوه ځانګړي بحث کې ویلي، چې پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني.

د پاکستان لوی درستیز زیاته کړې چې د اسلام اباد لپاره اوبه سره کرښه ده او د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د حق پر سر به هیڅ ډول جوړجاړی ونه مني.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ د اندس د اوبو تړون ځنډول هم غندلي دي.

هند اعلان کړی، چې د اندس تړون پر اساس تر هغه پاکستان ته اوبه نه ور کوي، چې د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرېیښی.

نور خبرونه

رادیو