کشمیر کې د پاکستاني پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې شپږ تنه وژل شوي دي

۵ ورځې مخکې

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې د‌ پاکستاني پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د راپور له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې څلور وسله‌وال او دوه پاکستاني پولیس شامل دي.

یاده نښته د کشمیر راولاکوټ ښار په حسین کوټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې پولیس د وسله‌والو پر ضد په سیمه کې عملیات پیل کړل.

راپور زیاتوي، چې دغه عملیات د زرنوش نسیم په نوم د یوه وسله‌وال په مشرۍ د یوې جنګي ډلې پر ضد د استخباراتي راپورونو پر بنسټ شوي دي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې د وسله‌والې ډلې دغه مشر له خپلو نورو درېیو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

راپور زیاتوي، وسله‌والو د‌ پاکستاني پولیسو پر ضد د سپکو وسلو تر څنګ د لاسي بمونو څخه هم کار اخیستی دی او د دوه پولیسو د وژل کېدو تر څنګ یې پنځه نور ټپیان کړي دي.

همدا راز په سیمه کې د دغه وسله‌والو نښتو له کبله د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، چې د وسله‌والو ډلو پر ضد یې په کشمیر کې عملیات دوام لري.

دغه نښته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په تړاو سخت کړکېچ رامنځته شوی چې ان پر یو بل یې هوایي بریدونه هم وکړل.

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي وسله‌وال برید چې په ترڅ کې یې ۲۶تنه هندي سېلانیان ووژل شول؛ د نوي ډیلي غوسه راپارولې او په پاکستان کې یې د هوایي بریدونو پر مهال تر ۱۰۰ ډېرو ترهګرو د وژل کېدو ادعاوې وکړې او اسلام اباد هم د «سېندور» په نوم د هند عملیاتو پر ضد اقدامات وکړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ که څه هم اوربندی شوی؛ خو د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ لا هم لفظي ناندرۍ روانې دي.

نور خبرونه

رادیو