ټي ټي پي د خپلو فعالیتونو لمن د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته غځولې

۵ ورځې مخکې

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو یو پټنځای باندې چاپه وهلې، چې له امله یې د پولیسو دوه افسران او د تحریک طالبان پاکستان څلور وسله‌وال وژل شوي. دا پېښه ښيي چې ټي ټي پي خپل فعالیتونه کشمیر ته هم غځولي دي.

اسوشیټډ پرېس اژانس د کشمیر د راولاکوټ ولسوالۍ د امنیه قوماندان رانا عبدالجبار له خولې ویلي، چې دا نښته تېره شپه شوې او وژل شوي وسله‌وال په تحریک طالبان پاکستان پورې تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغې ډلې هڅه کوله په سیمه کې د بریدونو لپاره یوه اډه جوړه کړي.

جبار ادعا کړې، چې ټي ټي پي د هند له خوا د یوه پراکسي ځواک په توګه کارول کېږي.

تر دې دمه د هند له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

سره له دې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت د ټي ټي پي پر مرکزونو عملیات کوي، خو د دې ډول عملیاتو ترسره کېدل په کشمیر کې ډېر کم لیدل کېږي.

دا ښيي چې دې ډلې خپل فعالیتونه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته هم غځولي دي.

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، رانا عبدالجبار ادعا کړې، چې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې څرګنده شوې چې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

هغه په مظفراباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پولیسو ته د حسین کوټ سیمه کې د ترهګرو د حضور معلومات ترلاسه شوي وو، چې پر بنسټ یې عملیات ترسره شول. د عملیاتو پر مهال وسله‌والو د پولیسو پر سرتېرو د لاسي بمونو او خپلکارو وسلو بریدونه وکړل.

د عبدالجبار په وینا، په نښته کې د جنګیالیو د ځایي مشر زرنوش په ګډون څلور وسله‌وال وژل شوي دي

عبدالجبار وویل، چې زرنوش هڅه کوله په کشمیر کې د جنګیالیو پټنځای جوړ کړي. هغه زیاته کړې چې «ترهګر ډاکټر عبدالرووف او غازي شهزاد چې اوس مهال افغانستان ته تښتېدلي دي، د دښمن هېواد پراکسي ډلې ګرځېدلي دي».

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان له لارې به د طالبانو حکومت ته پوره شواهد وسپاري.

نور خبرونه

رادیو