د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مرستیال وزیر اکان رحمتولین، په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او د سیمې لپاره د جرمونو او نشهیي توکو سره د مبارزې دفتر له مشر اولیور سټولپ سره د افغانستان د ټیکاو او دوامداره پرمختګ پر ملاتړ خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چارواکو تېره ورځ د استانه نړۍوال فورم په څنډه کې سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا، تعلیم، زېربناوو او کارموندنې په برخو کې د ټیکاو او دوامداره پراختیا پر همکارۍ هم بحث او خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د لیدنې پرمهال په الماتا کې د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي موخو سیمهییز مرکز پرانیستلو په اړه هم بحث شوی دی.
د ناستې پرمهال ښاغلي رحمتولین ویلي، چې قزاقستان به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.