ملاهبت الله: د یو بل په کارونو کې لاسوهنه مه کوئ چې د ګډوډۍ، بې باورۍ او خپګان لامل کېږي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې د دغې ډلې له غړو غوښتي، چې د یو بل په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي؛ ځکه دغه کار د ګډوډۍ، بې باورۍ او خپګان لامل کېږي.

د هغه په پیغام کې څو ځایه د یو بل په چارو کې د لاسوهنې یادونه شوې؛ داسي ښکاري چې د دغه ډلې د غړو ترمنځ د کاري مسوولیتونو روښانتیا له منځه تللې او بې باوري رامنځته شوې ده.

هبت الله د خپلې ډلې پر غړو غږ کړی: « د نظام د پرمختګ او بریالیتوب لپاره لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړئ، خپل یووالی او اتحاد نور هم پیاوړی کړئ او هر مسوول باید خپل مسوولیت ته پاملرنه وکړي، بې غوري مه کوئ، خپلې دندې پر وخت سر ته ورسوئ.»

هغه زیاتوي: « د نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړئ او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروئ.»

د هغه له دې وینا داسې برېښي، چې د دغه ډلې او عامه ولس ترمنځ واتن ډېر شوی او د دغه واټن د راکمولو لپاره د خپلو پلویانو د کار کولو غوښتنه کوي.

نوموړي یو وار بیا د خپلو فرمانونو پر اطاعت ټینګار کړی او هغه یې «واجب» ګڼلي دي.

په پیغام کې له ملي سوداګرو او ضنعتکارونو هم غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین په حل کې ورسره مرسته وکړي، «که موږ د استقلال او ازادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید په وړاندې درېدل غواړو؛ نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري. راځئ په ګډه د خپل کور د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.»

ملا هبت الله په داسې حال کې د زده‌کړو پر ازرښت ټینګار کوي، چې د هېواد دننه یې د نجونو پر وړاندې د ښونځیو دروازې تړلې دي، هغه وایي:« د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونو محصلین او د مکاتبو زده‌کوونکي ټول باید خپلو درسونو او مسوولیتونو ته متوجه شي. د استادانو، کتابونو او علم احترام وساتي او د ورته برابر شوي فرصت قدر وکړي او ښه استفاده ترې وکړي.»

ښاغلي هبت الله په خپله وینا کې د خپلې ډلې قضایي سیستم ته هم اشاره کړې او وایي، «د محاکمو ټولو قضاتو او مسوولینو ته لارښوونه کېږي، چې خپل درانه مسوولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي و اوسي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر منځ توپير ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه ګوري؛ بلکې جرم ته دې وګوري.»

نوموړي د دغه پیغام په وروستیو کې د فلسطینیانو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی او د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی یې غندلی دی.

نور خبرونه

رادیو