د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له عمان ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دغه هېواد د سولهییزو موخو لپاره د یورانیمو له غني کېدو نه تېرېږي.
نوموړی د سولهییزې اټومي انرژۍ د کارونې په برخه کې د ایران پر حق ټینګار کوي او وایي: «که هغوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي، هر ډول همکاریو ته چمتو یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز بیا د دوو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي ایران په لنډمهالي ډول د یورانیمو غنيکېدل په دې شرط ودروي، څو متحدهایالات د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د ملکي موخو لپاره د تهران د یورانیمو د غنيکېدو حق په رسمیت وپېژني.
د ایران مرکچي پلاوي ته نږدې دې سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه)یادې خبرې شبکې ته زیاته کړې، چې که واشنګټن د تهران شرطونه ومني، له متحدهايالاتونو سره به ډېر ژر سياسي هوکړې ته ورسېږي.