‏طالبان: له پاکستان او ایران نه تر ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۰۶۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د راپور له مخې؛ (د غبرګولي په ۶مه) نېټه د تورخم له لارې ۱۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ټولټال۶۰۰ تنه وو، د سپین بولدک له لارې ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ټولټال ۸۱۳ تنه وو، د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې ۳ کورنیو چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه وو؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې تېره ورځ له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۲۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳۵ تنه وو او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۵۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۳۸ تنه وو؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
خو د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند بیا خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ٧٥٢ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې تېره ورځ د پاکستان له زندانونو هغه ٦٩ کډوال هم ستانه شوي، چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو.
له بل پلوه د ایران تسنیم خبري اژانس تازه ویلي، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴ مېلیونه بې اسناده کډوال مېشت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د مرکز مشر دغه اژانس ته ویلي: «د هغو شمېرو پر بنسټ چې موږ تر اوسه اعلان کړي دي، په هېواد کې د بهرنیو وګړو ټول شمېر شاوخوا ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره کسان اټکل شوی دی.»
د هغه په وینا؛ په دې کې د قانوني او ناقانونه کډوالو په ګډون ټول بهرنیان شامل دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، یوازې په تېره میاشت کې ټولټال ۱۴۴ زره او ۵۰۰ بې اسناده افغانان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې ادارې وړمه ورځ هم په یو راپور کې ويلي و، شاوخوا ۱۱۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي؛ له هغو کسانو څخه دي، چې په خپل هېواد کې په لوړه کچه ګواښونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو