په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د سوداګرۍ او صنایعو خونې له عمومي مشر علي بوشرباک المنصوري سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو سفارټ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه لیدنې پرمهال دواړه خواوو د افغانستان او قطر ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاریو ترڅنګ د سوداګريزو نندارتونونو په جوړولو او د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډو ناستو په اړه هم خبرې کړې دي.
د دغه سفارت په ټکو؛ دواړه خواوو افغانستان کې پر پانګونې او د سوداګرو پر تګ راتګ هم ټينګار کړی دی.