د بشري حقونو پنځو نړۍوالو بنسټونوپه یوه پرانیستي لیک کې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې په بلوچستان کې د بشري حقونو د فعالانو ځپل پای ته ورسوي.
په دغه لیک کې چې د مې په۲۷مه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته لیکل شوی، راغلي چې د بلوڅو د بشري حقونو فعالان د خپلو سولهییزو لاریونونو او د نظرونو د څرګندولو له امله د ځورولو، نیولو او تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي دي.
دا لیک د بخښنې نړۍوال سازمان(Amnesty International)، د اسیا د بشري حقونو ټولنې (FORUM-ASIA)، د لومړۍ کرښې مدافغانو سازمان (FLD)، د بشري حقونو نړۍوال فدراسیون (FIDH) او د شکنجې پر ضد نړۍوال سازمان (OMCT) لهخوا لاسلیک شوی دی.
په دغه لیک کې راغلي، چې له مارچ میاشتې راهیسې د بلوڅو د حقونو فعالان او د هغوی د کورنۍ غړي نیول شوي دي. ځینې یې له محکمې پرته په بند کې ساتل کېږي او ډېر ناوړه چلند سره مخ دي.
د بشري حقونو بنسټونو ویلي، چې د بلوڅ فعالانو ځپل د پاکستان له اساسي قانون او د دغه هېواد له نړۍوالو مکلفیتونو نه سرغړونه ده.
د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ، خلک حق لري په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي او سولهییزې غونډې جوړې کړي.
د یادو بنسټونو په وینا،د رسنیو ازادي محدوده شوې، خبریالان نیول شوي او په بلوچستان کې انټرنېټي شبکې څو ځلې د دغه هېواد د امنیتي ادارو لهخوا تړل شوې دي.
د بشري حقونو دې بنسټونو زیاته کړې، چې دا وضعیت د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو لپاره کاري فضا سخته کړې ده.
د دغه لیک لاسلیککوونکو د ټولو بشري حقونو د فعالانو د سملاسي او له ځنډ پرته د خوشېکولو، د خپلسري نیونو د مخنیوي، د شکنجې د ادعاوو د څېړنې او په پاکستان کې د بیان او سولهییزو غونډو د ازادۍ او درناوي غوښتنه کړې ده.