د هند او پاکستان ناندرۍ؛ پاکستان د دغه هېواد په اړه د مودي څرګندونې پاروونکې وبللې

۴ ورځې مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې پاروونکې بللې دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مودي داسې څرګندونې د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

نریندرا مودي د هند په ګجرات کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و، چې سوله یو انتخاب دی؛ خو که ترهګري دوام ومومي نو غچ اخیستل حتمي خبره ده.
هغه د پاکستان خلکو ته ویلي:«په سوله کې ژوند وکړئ او خپله یوه ګوله ډوډۍ هوسا فضا کې وخورئ؛ که نه زما ګولۍ تل چمتو دي.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې دغه څرګندونې له تاوتریخوالي او کرکې ډکې بللې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان تل سولې ته ژمن دی.

نور خبرونه

رادیو