د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عراق کې د ایران تر ملاتړ لاندې څلور ډلې چې «حرکت النجباء»، «کتایب سیدالشهدا»، «حرکت انصارالله الاوفیاء» او «کتایب الامام علي» پکې شاملې دي، د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې راوستي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وږي په ۲۶مه په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې ایران د نړۍ «د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی» دی، چې د دغو ملېشو په ملاتړ هغوی ته په عراق کې د بریدونو د پلانولو، د اسانتیاوو برابرولو او یا هم د مستقیمو بریدونو د ترسره کولو زمینه برابروي.
د دې خبرپاڼې له مخې، د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو په بغداد کې د امریکا پر سفارت او د اېتلافي ځواکونو پر اډو بریدونو کې ونډه لرلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغو ډلو ترهګر بلل د ډونالډ ټرمپ د هغې تګلارې یوه برخه ده، چې ایران ته د حکومت، متحدانو او نیابتي ځواکونو د عوایدو د پرې کېدو لپاره د اعظمي فشار د راوستلو په موخه عملي کېږي.