خامنه‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ

۲ ورځې مخکې

د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ.

هغه وایي:« امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که تهران دغه وړاندیز رد کړي؛ نو له «جدي پایلو» سره به مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د روح الله خمیني په ۳۶م تلین کې د وینا پرمهال کړې دي.

هغه وایي:« د امریکا لومړۍ خبره دا ده، چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري.»

نور خبرونه

رادیو