د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د لوی اختر په مناسبت يې ۱۵۵۹ بنديان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه خوشې کړي دي. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د ۹۵۰ نورو بنديانو د بند موده هم راکمه شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا بنديان د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په امر له زندانونو خوشي شوي او د بند موده یې کمه شوې ده.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشير، پروان، کاپيسا، خوست او نيمروز له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د طالبانو محکمې د دغو بنديانو د جرمونو او د بند مودې په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.
همداراز روښانه نه ده چې ايا بهرني اتباع او سياسي بنديان هم له زندان څخه خوشي شوي دي او که نه.