ایران: سږکال به ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته ولېږدول شي

۶ ورځې مخکې

د ایران د اورګاډي ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وایي، چې د ټاکل شوي پلان له مخې به سږکال ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

هغه د اېرنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« د سالار – شادمهر حلقوي سړک په پرانیستلو سره به اورګاډي د توربت حیدریه تم ځای څخه پرته له ځنډ تېرېږي او په ډېرې کمې موده کې به خپل مزل وهي او منزل ته به رسېږي.»

هغه زیاته کړې، د اور ګادي هغه قطارونه چې له هرات او سنګان څخه د شهد مطهري تر تمځای راتلل، لارې یې خلاصې دي؛ خو یوازې پخوا د لارې په اوږدو کې په راتلونکو تمځایونو کې د بارونو راټولول یو څه ستونزمن وو او اوس دغه ستونزې هوارې شوې دي.

ذاکري د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، « افغانستان د ایران د سوداګرۍ په برخه کې پنځم اصلي شریک دي او د ټاکل شوي پلان له مخې به سږ کال له ۵۰۰ زره ټنو څخه ډېر ټرانزیټي توکي د اور ګادي پټلۍ له لارې دغه هېواد ته واستول شي.»

څو ورځې وړاندې د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر محمود سیادت هم ویلي و، چې په وروستيو کلونو کې چینایان او ازبکان په پراخه توګه د افغانستان بازار ته داخل شوي دي. نوموړي د اندېښنې په ښودلو زياته کړې وه، که ایران جدي اقدام ونه کړي؛ نو په دوو کلونو کې به له افغان مارکېټونو څخه ایراني محصولات ورک شي.

نور خبرونه

رادیو