د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د پتلون او نکټایۍ له اغوستلو سره مخالفت ښودلی او دا ډول جامې یې «ناجایزې» بللې دي.
دغه راز د طالبانو د یاد وزارت چارواکو د کابل د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره په ناسته کې بیا ټینګار کړی، چې په غربي ډول د ویښتانو له جوړولو ډډه وکړي.
دوی ویلي، چې د سر د یوې برخې خرییل او د بلې برخې پرېښودل، له شریعت سره اړخ نه لګوي.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال نورمحمد حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو د کابل د سلمانیو له اتحادیې سره کتلي دي.
په دغه ناسته کې ښاغلي حقاني څرګنده کړې، چې "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی، بلکې خلک هم باید د طالبانو د مذهبي لارښوونو پر بنسټ د یو بل په شخصي چارو کې مداخله وکړي.
د دغه وزارت د دعوت او ارشاد عمومی رییس شریفالله حقاني هم د لوېدیځ په ډول د ویښتانو د جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او له سلمانیانو یې غوښتي، چې له دې وزارت سره همکاري وکړي.
بل لور ته، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، خلک مکلف دي چې د طالبانو د شرعي لارښوونو اطاعت وکړي.
د امر بالمعروف وزارت هڅه کوي، چې د خپلو مقرراتو تطبیق ته دوام ورکړي، خو د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغو قوانینو تطبیق کولای شي د بشري حقونو پراخې سرغړونې، د انساني کرامت سپکاوی او د ښځو لا ډېر منزوي کېدل را وپاروي.