د بنګله دېش لوی څارنوال: شیخ حسینه د بشریت ضد جرمونه کې ښکېله ده

پرون

د بنګله دېش څارنوالانو په رسمي توګه پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه او دوه نور لوړپوړي چارواکي د ۲۰۲۴کال د زده‌کوونکو د لاریونونو پر وړاندې له تاوتریخوالو ډکو ځپنو له امله په بشريت ضد جرمونو تورن کړل.

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې؛ د دغه هېواد لوی څارنوال تاج الاسلام ویلي، چې دغه وژنې پلان شوې وې؛ ځکه چې شیخ حسینې امنیتي ځواکونو او د هغې د سیاسي ګوند اړونده سیاسي ډلو ته امر کړی و، چې داسې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ډله‌ییزې وژنې رامنځته شوې.

هغه ادعا وکړه، چې شیخ حسینې د حکومت د مشرې په توګه د ناکراریو پرمهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو مسوولیت په غاړه لاره.

نور خبرونه

رادیو