اوکراین سره په پوله د روسیې په دوو سیمو کې د پلونو نړېدو پېښه کې ۷ تنه وژل شوي دي

پرون

روسي چارواکي وایي، چې نن سهار د اوکراین سره په پوله د روسیې په دوو جلا سیمو کې د پلونو نړېدو له امله اور ګاډی له پټلۍ اوښتی، چې پکې اووه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس که څه هم په خپلواکه توګه دا نده تایید کړې، چې ګوندې دغه پېښه په اوکراین کې له روانې جګړې سره کوم تړاو لري؛ خو د یوه روسي سیاست‌وال له حوالې یې لیکلي، چې «کیف» یوه ترهګریزه سیمه ده.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت او سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د بریانسک په سیمه کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو په پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۶۹ نور بیا ټپیان دي.

د بریانسک والي الکساندر بوګوماز په ټېلګرام کې د یوه پيغام په خپرولو سره وویل، دا مهال ۴۷کسان په روغتون کې بستر دي؛ په ټپيانو کې درې ماشومان هم شامل دي، چې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

نور خبرونه

رادیو