طالبانو پر روزنیزو او فرهنګي برخو له پراخو بندیزونو سره-سره په کابل کې د نقاشۍ، خطاطۍ، کتاب او لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ.
دغه دوه ورځنی نندارتون د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر معینیت د هنرستان ریاست له لوري د رسیس فرهنګي بنسټ په همکارۍ جوړ شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په دې نندارتون کې چې لسګونو هنرمندانو، نقاشانو، فرهنګیانو او ځوانانو برخه اخیستې ده، پکې د هېواد د اتلسو هنرمندانو څه باندې سل فرهنګي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
په دې راپور کې نه دي ویل شوي، چې ښځو هم پکې ګډون کړی و او که نه.
دا نندارتون داسې مهال پیلېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هنر او ادب برخه تر بل هر وخت ډېره سانسور او ځپل شوې ده او تر ډېرې کچې د طالبانو له اجازې پرته هنري او ادبي فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي.
د یادولو ده، چې د نقاشۍ په ورته نندارتونونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو اېښودو ته هم یاده ډله اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.
طالبانو دا پرېکړه د اقتصادي منابعو د ضایع کېدو مخنيوی او د بیت المال خوندي ساتل بللي دي.
له دې سره، که څه هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون د لاسي توکو نندارتونه هم جوړېږي، خو د یادې ډلې د سخت دریځیو له امله ډېر شمېر خلک په ځانګړي ډول ښځې په اسانۍ سره دغو نندارتونونو ته د بېلابېلو پلمو له امله ګډون کولی نه شي.