اوچا: طالبانو په یوې میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر وايي، چې افغانستان کې د روان کال په اپرېل میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېرو میاشتو پرتله زیاتوالی ښیي.

دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو یوازې په یوه میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۱۶ یې نارینه او ۱۳ ښځينه کارکوونکې دي.

په راپور کې راغلي، چې په دغه موده کې ټولټال اووه پېښې راپور شوې دي.

اوچا زیاتوي، سربېره پر دې د طالبانو له لوري د ګواښونو او لفظي ځورونې دوه نورې پېښې هم راپور شوې چې دغه ډول پېښې د بشري کارکوونکو د وړتیا د خوندي او ګټور فعالیت پر وړاندې خورا زیان رسوونکې دي. 

راپور کاږي، چې د ادارو، کارکوونکو یا توکو او وسایلو پر وړاندې هم د محدودیتونو څلور پېښې راپور شوي، چې ډېری یې د طالبانو د تالاشې په ځایونو کې پېښې شوې دي. په دغو محدودیتونو کې تر ډېری د بشري مرستو په کارونو کې د ښځو د ګډون محدودیتونه شامل وو.

د اوچا په وینا؛ د اپرېل په میاشت کې د ټولو راپور شویو پېښو ۱۸سلنه جنسیت پورې اړوند وې چې تر ډېره پکې ښځینه کارکوونکې په نښه شوې چې دا د تېرې میاشتې پرتله ۳۸سلنه زیاتوالی ښیي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، چې د اپرېل په میاشت کې په بشري عملیاتو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله ۳۵بشري فعالیتونه هم د لنډمهال لپاره ځنډول شوي دي.

دغه سازمان یادونه کړې، چې د بشري عملیاتو په برخه کې د طالبانو محدودیتونه د روان کال په اپرېل میاشت کې د تېرو میاشتو پرتله ۱۱سلنه زیات شوي چې په افغانستان کې یې عملیاتي چاپېریال لا ګډوډ کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې دغه محدودیتونه د بشري مرستو اغېزمنتیا او پر وخت د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کوي.

په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه، د کاري چاپېریال اړوند ننګونې، د بشري کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه، بشري شتمنیو او تاسیساتو په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي، چې «اوچا» په اپرېل میاشت کې د بشري مرستو عملیاتي چارو پر وړاندې د خنډونو په توګه راپور کړي دي.

نور خبرونه

رادیو