افغان سوک وهونکو په اسیايي جام کې درې د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست خبر روکړی، چې افغان سوک وهونکو په اسیاسي جام کې د بېلابېلو سیالیو پر مهال درې د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي. طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سیالۍ په سریلانکا کې ترسره شوې دي.

د دغو ورزشکارنو په ډله کې عبدالله بهیر قیومي تر څنګ مبصر قاطع د برونزو مډالونه، عمان هوتک، مجتبی شریفي او فردوس نجیبي د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو