د منظور احمد پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې د ظلم او جبر په وړاندې به هېڅ وخت خپل خلک د وخت ظالمانو ته یوازې پرېنږدي.
د دغه غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې نن په شپړمه ورځ هم په میرعلي کې پرلت روان و او د پي ټي اېم ټولو غړو او مشرانو پکې برخه اخیستې وه.
د نوموړي په وینا: «نن په شپږمه ورځ هم د میرعلي پرلت روان وو، د غورځنګ ټول ځايي مشران او تکړه ملګري په پوره حوصلې سره کلک ولاړ دي، د ظلم او جبر په وړاندې به هېڅ وخت خپل خلک د وخت ظالمانو ته یوازې پرینږدو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلکو د تېرې دوشنبې په ورځ د امن ولسي پاڅون پیل کړ.
د دغه پاڅون موخه په سیمه کې روانه ناامني، د فرمان الله په نوم د یو استاد اختطاف او د پاکستاني حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي صمد خان غېرقانوني نیونه بلل شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د دغه ولسوالۍ خلک د روانو پرله پسې ناامنیو له امله شکایت کوي.
بنو او د خېبر پښتونخوا زیات شمېر سیمې د پخوا په پرتله ډېرې نا امنه شوي او وخت ناوخت ترې د وسله والو د فعالیتونو خبرونه ترلاسه کېږي.