د متحده ایالاتو په ټکزاس کې دوه پاکستاني الاصله کسان د درغلیو په تور نیول شوي دي.
فډرالي ادارې ویلي، چې دغه دواړه پاکستانيان اوس تر پوښتنو لاندې دي.
د امریکا د ټکزاس ایالت فډرالي څارنوالۍ اعلان کړی، چې عبدالهادي مرشد (۳۹ کلن) او محمد سلمان ناصر (۳۵ کلن)، چې دواړه اصلاً د پاکستان اوسېدونکي دي، د ویزې او تابعیت د درغلۍ، د پیسو مینځلو او د مجرمانه سازمان د توطیې په تور نیول شوي دي.
له دوی سره یو حقوقي شرکت او یو سوداګریز بنسټ هم په دې تورونو کې شامل دي.
د چارواکو په وینا، تورنو کسانو جعلي ویزې او د ګرین کارت غوښتنلیکونه برابر کړي، جعلي اعلانونه یې خپاره کړي او د ویزې غوښتونکو نه یې پیسې اخیستې دي، ترڅو هغوی ته د امریکا د اقامت جعلي اسناد برابر کړي.
د دوی په وینا، یاد تورن کسان د مې ۲۳مه نېټه فډرالي محکمې ته وړاندې شول او د هغوی د بند اورېدنه د مې ۳۰مه نېټه ټاکل شوې ده.
یاد کسان که مجرم وپېژندل شي، نو تر ۲۰ کلونو پورې به په فډرالي بند محکوم شي.
عبدالهادي مرشد ممکن خپله تابعیت هم له لاسه ورکړي.
دا قضیه د اېف بي ای له خوا پلټل شوې او یو شمېر فډرالي ادارو پکې مرسته کړې ده.